د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۲

مک مکین: افغانانو د زړه او عقل «مغز» ترمنځ توازن ساتلی


ماري مک مکین چې د افغان ولسمشر لخوا ورته د افغانستان تابعیت ورکړل شو.

یوه ۸۷ کلنه امریکایي مېرمن چې د خپل عمر ډېره برخه یې په افغانستان کې تېره کړې ده اوس هم لېواله نه ده له دغه هېواده ولاړه شي.

امریکایي خیریه کارکوونکي «ماري مک مکین» له تېرو څه باندې پنځوسو کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېږي.

د ۱۹۶۱ کال فبروري میاشت وه چې ماري مک مکین له خپل مېړه او ماشومانو سره د افغانستان د پلازمېنې کابل نړیوال هوایي ډګر ته راورسېدل.

دا یوه نوي ماحول ته د دغې یودېرش کلنې خیریه کارکوونکي او د هغې د کورنۍ سفر وو.

مک مکین نه پوهېدله چې افغانستان ته د دوی سفر به څو لسیزې دوام وکړي.

هغه هېواد چې مک مکین یې اوس له ډېرې مودې راهیسې خپل کور بولي.

دغه مېرمن په کابل کې په یوه کوچني اپارتمان کې ژوند کوي او وایي، د افغانستان له خلکو او هم غرونو سره مینه لري.

مکین: د افغانستان له خلکو او غرونو سره مینه لرم.
مکین: د افغانستان له خلکو او غرونو سره مینه لرم.

مک مکین وایي، له ډېرې مودې راهیسې یې هڅه کول پوه شي چې ولې په افغانستان کې ژوند خوند ورکوي.

یو دلیل چې دا خپله ځواب ورکوي دا دی چې د دې په نظر د افغانستان خلک داسې ښکاري چې د زړه او عقل یا مغز تر منځ یې توازن ساتلی دی.

دا وایي:

"امریکاییان تر ډېره له مغزو کار اخلي، خو زړه یې چې د وجود هسته یا محور دی، هیر کړی دی."

په افغانستان کې د شاهۍ نظام ړنګېدل، د کمونیست رژیم کودتا، د پخواني شوروي اتحاد یرغل، د طالبانو واکمني او بیا ړنګېدل، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف راتګ او په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل، ټول هغه تاریخي پېښي دي چې په تېر ۵۶ کلونو کې د دې تر سترګو لاندې تېري شوي دي.

مک مکین د ماشومانو د خوندیتوب یا سیف د چلډرن او د نورو نړیوالو بشري موسسو لپاره د ځینو پروژو کارونه پرمخ وړي دي.

په ۱۹۶۷ کې دا له خپلې کورنۍ سره بېرته امریکا متحده ایالاتو ته ولاړه خو څلور کاله وروسته هغه بېرته یوازي کابل ته ولاړه څو خیریه کارونو ته دوام ورکړي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پروخت او همدا راز د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې زور اخیستی وو، مککین اړ شوه له افغانستان څخه ووځي.

په ۱۹۹۶ کال کې بېرته چې کله کابل ته راغله، هغه ښار یې وران ولید، خو دې کار د هغې د فعالیتونو مخه ونه نیوله.

مککین تر هغه ورورسته د پارسا په نوم یوه موسسه پرانیستله چې د افغانستان د جګړې د کونډو او یتیمانو لپاره یې روغتیایې مرستې برابرولې.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځو تعلیم او کار نشو کولی، خو مک مکین په پټه د نجونو یو ښونځی جوړ کړی وو.

دا په ۲۰۰۰ کال کې د طالبانو لخوا امریکایانو ته د جاسوسۍ او د عیسويت د تبلیغ په تور ونیوله، خو مک مکین دا تورونه رد کړه.

په ۲۰۰۶ کال کې د پارسا موسسې له مشرۍ څخه یې استعفا ورکړه او ټولې چاري یې مارني ګوستافسون ته وسپارلې چې هغه هم د دې یوه امریکایې همکاره وه او له پنځلسو کلونو راهیسې یې په کابل کې کار ورسره کاوه.

ګوستافسون وایي:

«افغانان فکر کوي چې ماري تر امریکایانو ډېره د دوی ده.»

"دا هغه څوک ده چې په افغاني ټولنه کې مدغم شوې او له دې هېواد څخه یې هغومره څه ترلاسه کړي، څومره چې یې ورکړي دي."

مک کین بلاخره تېر کال د افغانستان د تابعیت اخیستلو غوښتنه وکړه.

له دې کبله چې هغې خپل د عمر ډېره برخه په افغانستان کې تېر کړې وه، د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمنې رولا غني لخوا د افغانستان تابعیت ورکړل شو.

دا وای، دا پرېکړه هغومره چې عاطفي وه، هغومره عملي هم وه.

نوموړې چې په درې ژبه خبري کولی شي وایي، وروسته له هغه چې تر پنځه شپیته کلنۍ واوښته هر شپږ میاشتې وروسته یې د اوسېدو وېزې اخیستل ورته ګران کار وو، ځکه افغان حکومت تر پنځه شپیته لوړ عمر لرونکو ته د کار اجازه نه ورکوي.

مک مکین وایي، زه هېڅ ځای نه ځم.

د نورو خلکو حتی افغانانو لپاره دا تصور هم ګران دی چې ولې یوه بهرنۍ غواړي په افغانستان کې ژوند وکړي، خو دا وایي:«د دې ځای له جذابیت له جذابیت څخه انکار نشي کولی.»

XS
SM
MD
LG