د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د خوست اوسېدونکو د یوه ماشوم قاتل ته د اشد مجازات غوښتنه وکړه


د خوست د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ اوسېدونکو له دولت څخه غوښتنه وکړه چې د سې شنبې په ورځ د یو ماشوم د قتل او لارې وهنې په تور نیول شوي کس ته دې تر ټولو سخته سزاء ورکړي.

چارواکي وايي، نوموړی ماشوم هغه مهال ووژل شو او د هغه پلار او تره ټپیان شول، چې خپل کلي ته د تګ پر مهال يې د منګسو په خوړ کې موټر د غلو تر وسله وال برید لاندې راغی.

د خوست امنیتي چارواکي وايي، د خوست د مرکز اړوند د منګسو خوړ کې یوه ډله وسله والو غلو چې غوښتل يې د ملکي وګړو څخه موټر وتښتوي او په موټر کې سپاره کسان د موټر ورکړي ته تیار نشول، نو د وسله والو لخوا پرې ډزې وشوې چې په ډزو کې یو شپږ کلن ماشوم ووژل شو او د همدې ماشوم پلار او تره په کې ټپیان شول.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د پېښې له خبرېدو سره سم خپل اجراات او حرکتونه پیل کړل چې بالاخره د چهارشنبې ورځې سهار درې بجې د پېښې یو تن تورن ونیول شو.

د خوست امنیه قوماندان او د وژل شوي ماشوم پلار او تره.
د خوست امنیه قوماندان او د وژل شوي ماشوم پلار او تره.

مل پاسوال فیض الله غیرت زیاتوي:

"موږ ټوله شپه د پېښې د مرتکبینو د نیولو لپاره عملیات وکړل، بالاخره موږ نن سهار درې بجې موفق شو چې د ګربزو ولسوالۍ اړوند یو کلي کې موږ مظنون د یو میل سلاح سره بالفعل نیولی دی، ان شاءالله زموږ د قانوني پړاونو وروسته به دی عدلي او قضايي ادرو ته معرفي کړو."

په افغانستان کې پر محاکمو د ولس یوه بې باوري داده چې د بېلابېلو درنو جرمونو په تور نیول شوي کسانو ته د محاکمو لخوا د قانون مطابق سزاء نه ورکول کېږي.

د وژل شوي ماشوم تره محمد بصیر چې هغه هم په دې پېښه کې ټپي شوی په خپلو خبرو کې په ژړغوني اواز قضاء مخاطبه کړه او د یاد شپږ کلن ماشوم د قاتل لپاره يې د سختې سزاء غوښتنه وکړه.

د وژل شوي ماشوم تره قاتل ته د اشد مجازات غوښتنه وکړه.
د وژل شوي ماشوم تره قاتل ته د اشد مجازات غوښتنه وکړه.

نوموړي وړاندې وویل:

"قاضي صاحب! تاته وایم که ستا زوی يې شهید کړی وای، نو څه ډول سزاء به دې ورکړي وای چې کوم قاتل او مجرم دی هغه يې نیولی دی، هغه دوه نور کسان خو يې ملګري وو هغه به پولیس پسې نیسي، خو اصلي قاتل يې نیولی دی چې کوم زه ویشتی یم، زما وراره يې وژلی دی او زما ورور يې وهلی دی، نور به يې څومره وهلي او وژلي وي."

د تریزیو یو تن قومي مشر حاجي ډیوالي چې د مشرانو په یوه ډله کې د پېښې په تړاو ځايي چارواکو سره د لیدنې لپاره خوست ښار ته تللی وو، د پولیسو د ستاینې تر څنګ يې قاتل ته د جرم مطابقې جزاء غوښتنه وکړه:

"مخالفین او غله چې دي دا موږ نه دي نیولي او نه زموږ تریزیو چیغه ورته راکړې ده، دا پولیسو نیولي دي او موږ ورڅخه ډېر خوښ یو، خو زموږ غوښتنه داده دا غله چې د کومې سزاء حقدار دي هغه سزاء دې ورکړل شي."

د تریزیو یو بل تن اوسېدونکي مختارالدین جلالزوی وویل، د منګسو خوړ لاره باندې د ډېرو سېمو اوسېدونکي تګ راتګ کوي، خو دا ځای نا امنه دی:

"له دې لارې تریزیو او باک ولسوالیو ته، ځاځي میدان ته ان تر یعقوبیو ولسوالیو پورې خلک ځي، د بوړیو او لکڼو قوم اوسېدونکي هم په دې لاره ځي او په دې ځای کې هره ورځ یوه پېښه کېږي نو هیله کوو چې دلته یوه امنیتي پوسته زیاته شي، همدارنګه دا کوم نفر چې نیول شوي باید سزاء ورکړل شي چې نورو ته د عبرت سبب شي."

د یادونې وړ ده، د چهارشنبې ورځې سهار د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ سلګونه ګاډي او ګڼ اوسېدونکي د همدې پېښې د غندنې او د پېښې مرتکبینو ته د سزاء ورکولو لپاره د خوست ښار ختیځ د صحراباغ سیمې ته د لاریون په ډول رارسېدلي وو چې په استازیتوب يې بیا شلو تنو مشرانو د لاریون کوونکو غوښتنې د ځايي چارواکو سره شریکې کړې.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG