د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۴

ایا افغان میندې د مور نړیوالۍ ورځې په اړه خبرې دي؟


د غبرګولي مياشتې څلوروېشتمه نېټه د مور له نړيوالې ورځې سره برابره ده، خو په افغانستان کې له دې ورځې ډېرې کمې میندې خبرېږې.

د مور نړېواله ورځ د نورو د هېوادونو په څير افغانان هم د بېلابېلو مراسمو سره لمانځي.

یو شمېر اولادونه په دې ورځ خپلو مېندو ته ګلان، خوشبوي، کالي، کیک او یو شمېر نور خواږه خواړه ډالۍ کوي.

سلیمه یوه له دغو مېرمنو ده چې نن يې ورته اولادونو د دې ورځې مبارکي ورکړې ده، هغې ازادي راډيو ته وویل:

"زه یوه مور یم، غواړم له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې د مور د نړېوالې ورځې مبارکې ټولو میندو ته وویم، نن اولادونو راته د دې ورځې مبارکي راکړه او دغه ورځ یې راته ولمانځله."

که د کابل په یوه سیمه کې خلک په خورا شان او شوکت د ګلانو په ډالیو او مېلمستیاوو سره د مور ورځ لمانځي له بلې خوا داسې میندې هم شته چې د اقتصادي ستونزو له وجې دا ورځ یې هېره کړې ده.

دوی د افغانستان د ډېرو نورو ښځو په څېر د مور د ورځې په نوم هېڅ نه پېژني.

زیبا یوه له دغو مېرمنو ده:

"زه هم یوه مور یم، هغه مور یم چې څلور پنځو ماشومانو ته نفقه برابروم، پلار یې ژوندی نه دی، د ماشومانو ټول زحمت زه خپله باسم، زه له دې ورځې خبره نه وم تاسې راته اوس رایاده کړه چې دا ورځ ده، زه د دې ورځې مبارکي ټولو میندو ته وایم."

له بلې خوا بیا د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، دا ورځ له خپلې وسې سره سم لمناځي.

دوی وايي، له دې لارې هڅه کوي چې خپله مېنه له خپلې مور سره وښیې.

یوشمېر کابل ښاریان په دې ورځ مارکېټونو ته ورځي ترڅو خپلو میندو ته ځانګړې ډالۍ واخلي.

فریما چې یوه ماشومه نجلۍ ده د کابل ښار یوه مارکېټ ته راغلې ترڅو خپلې مور ته تحفه واخلي.

هغې ازادي راډيو ته وویل:

"زه د مور ورځ ټولو مېندو ته مبارکي وایم، همداسې خپلې مور ته هم مبارکي وایم، دلته راغلې یم چې تحفه واخلم او هڅه کوم چې ترماښامه یوه ډالۍ خپلې مور ته ولرم."

په همدې حال کې یوشمېر پلورونکي هم د دغې ورځې لمانځلو ته خوښې څرګندوې او وايي د دې ورځې په مناسبت ډېری ځوانان له دوی بېلابېلې توکې په ځانګړې ډول خواږه شیان اخلي.

په پلازمېنه کابل کې د رحیم په نوم د خوږو پلورونکی وايي:

"نن یوه ښه او مبارکه ورځ ده، د مور ورځ ده، خلک په خورا خوشحالۍ راځي او کیک فرمایش ورکوي او د مور دغه ورځ لمانځي."

په افغانستان كې د مور نړيواله ورځ په داسې حال كې لمانځل كېږي چې اوسمهال زيات شمېر ښځې په ځانګړي توګه ميندې له روغتيايي، روزنيزو او اقتصادي اسانتياوو بې برخې او په ټولنه كې له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG