د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف څه باندې ۳۰۰ ښځو ته د سبزیو د پروسس او د کورنیو باغچو د جوړولو روزنه ورکول کېږي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس رسول عبدالرحمیزي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د سبزیو د پروسس او د کورنیو باغچو دغه پروژه د دغه ولایت په کامې، سرهرود او بهسود ولسوالۍ کې د څه باندې ۵ نیم لکه افغانیو په ارزښت تطبیق کېږي.
ښاغلی رحیمزی وايي چې په دې سره په ننګرهار کې افغان ښځې د سبزیو د پروسس او باغچو د جوړولو روزنه زده کوي او هم به په اقتصادي لحاظ خپلې اړتیاوې پوره کړي.