د لاسرسي لېنکونه

ځایي مسؤلین: په زابل کې د نوو انتخاباتي مرکزونو د جوړولو سروې کېږي


د زابل د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، په ټاکنیزو بهیرونو کې د خلکو د لا زیات لاس‎رسی لپاره یې د انتخاباتي مرکزونو نوې سروې پيل کړې، تر څو د رأیه ورکوونکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې را منځته شي.

دا په داسې حال کې ده چي په کابل کې د امریکا سفارت په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو د ژر تر سره کېدو غوښتنه کړې.

د زابل د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وایي، د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې په تېرو ټاکنو کې خلکو انتخاباتي مرکزونو ته لاس‎رسی نه درلود، ځکه نو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري پرېکړه وشوه چې دغه مرکزونه بېرته سروې شي.

د زابل د انتخاباتو د کمېسیون رئیس قدرت‎الله نقشبندي د دغې سروې لپاره د کارکوونکو د ګمارلو پر مهال په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې رسنیو ته وویل چې په تېرو ټاکنو کې د بېلابېلو ستونزو له امله د رأیه ورکولو اکثره مرکزونه تړلي وو.

د ده په خبره، د دې لپاره چې په راتلونکو ټاکنو کې لازیات خلک ګډون وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې شي، د دوی کمېسیون د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د رأیه ورکولو د مرکزونو سروې پیل کړې ده.

د نقشبندي په خبره، دغه پروسه به یوه میاشت وخت ونیسي او پر مهال به یې د دوی د دفتر کارکوونکي په ټولو ولسوالیو کې په هغو سیمو کې د مرکزونو پر جوړولو لاس په کار شي چې اړتیا یې وي.

د زابل د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، په تېرو ټاکنو کې له یوې خوا د مرکزونو شمېر کم و او له بل لوري اکثره یې د نا امنیو له امله تړلي وو.

قدرت‎الله نقشبندی وویل، په زابل کې ۸۱ مرکزونه اوس شته چې د نفوسو شمېر او جغرافیوي جوړښت ته په کتو یې په هېڅ ډول بسنه نه کوي.

ښاغلي نقشبندي زیاته کړه:

"د دې لپاره چي ولس رأیه ورکولو ته رسېده‎ګي وکړي، نو موږ په ټولو ولسوالیو ګرځو، ګورو چې نوی مرکز چېرته باید جوړ کړو او د زړو مرکزونو ارزونه کوو."

په ورته وخت کي د زابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، دا پروسه خورا مهمه ده او په ترڅ کې یې خلکو ته د رأیه ورکولو د مرکزونو په اړه اسانتیاوې رامنځته کېږي.

دوی وویل، که د انتخاباتو مرکزونه د لوژستیکي او امنیتی چارو له لحاظه سم وڅېړل شي او سروې يې وشي، د پخوا په نسبت به د ډېرو کسانو لپاره په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره شي.

د یادولو وړ ده چې د زابل ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسؤلین په داسې حال کې د انتخاباتي مرکزونو د سروې او څېړنې خبر ورکوی چې په افغانستان کې د امریکا سفارت په تازه څرګندونو کې د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو د ژر تر سره کېدو غوښتنه کړې .

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي چي افغان حکومت دې په همدې روان کال کې هرو مرو پارلماني ټاکنې وکړي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG