د لاسرسي لېنکونه

لندن کې د یوې لویې اورلګېدنې په نتیجه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي


د بريټانیا په پلازمینه لندن کې د یوې لویې اورلګېدنې په نتیجه کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د لندن د اور وژنې ادارې رئیس ډني کټون نن وویل چې اورلګېدنه د لندن ښار په لویدیځه څنډه کې په یوه بلاک کې شوې ده او لاهم له سوځیدلې ودانۍ دود پورته کېږي.

کټون وویل، د سوځیدلي بلاک د ساختماني پیچلتیا او لوی والي په سبب د مرګژوبلې دقق شمېر تر اوسه پورې نه دی معلوم.

د لندن د امبولانس برخې مخکې ویلي و چې له پېښې پنځوس کسان روغتونو ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

د لندن د لویدیځې څنډې یوې اوسیدونکې ویلي په ژوند کې یې داسې اورلګېدنه نه وه لیدلې:

"ما واورېدل چې ځینو خلکو له نولسم او شلم پوړه د مرستې غوښتنه کوله. هغوی موږ ته په لاسي څراغي اشاره کوله. خو اوس یې نه کوي. نه پوهیږم څه پرې شوي دي. هغوی به خوندي وي که څنګه. خو یوه خطرناکه اورلګېدنه وه. ما په ژوند هم کله داسې اور نه و لیدلی."

په ګرین فیل ټاور کې د اورلګېدنې په اړه اور وژونکې ادارې ته سهار وختي خبر ورکړل شوی و او اور وژونکي لا هم په کار اخته دي.

د پېښې عیني شاهدانو ویلي یو شمېر کسان چې په ودانۍ کې بند پاتې و له کړکیو یې ځانونه ښکته اچول.

د دې اورلګېدنې علت چې ویل کیږي په ۲۷ پوړ کې پيل شوی نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG