د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۴

چین د دغه هېواد د وژل شوو وګړو په اړه د راپورونو څېړنه کوي


د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي، د پاکستان له حکومت سره په ګډه د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې په بلوچستان ايالت کې د داعش له خوا دوه تښتول شوي چينايان د ديني تبليغ لپاره تللي وو، که څنګه؟

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ نن چهار‎شنبه وويل، چين غواړي له خپل قلمرو بهر د خپلو اتباعو د خونديتوب او قانوني حقونو دفاع وکړي، خو دغه اتباع ‎يې بايد محلي قوانينو، دود او دستور ته احترام وکړي.

د چين دوه اتباع د مې مياشتې په وروستيو کې په کوټه کې د وسله‎والو له‎خوا چې ځانونه يې پوليس معرفي کړي وو، وتښتول شول.

اعماق خبري اژانس چې په داعش ډلې پورې اړه لري، د دغو دوو چينايانو د وژنې خبر ورکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وړمه ورځ د لومړي ځل لپاره ادعا وکړه چې دغو دوو کسانو له تجارتي ويزې ناوړه استفاده کړې او په ديني تبليغ بوخت وو.

XS
SM
MD
LG