د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

کانګرس پر سعودي د مهماتو پلورلو په اړ د ټرمپ پلان ته رایې ورکړې


د امریکا سنا د سې شنبې په ورځ د ډونالد ټرمپ د هغه پلان په اړه رايې ورکړې چې له مخې به یې سعودي عربستان ته د پنځه سوه میليونه ډالرو په ارزښت دقيقه رهنمايي کوونکي مهمات ورکړل شي.

د امریکا په سنا کې ځينو کسانو اندېښنه درلوده چې سعودي عربستان ښايي دغه مهمات په يمن کې د ملکيانو پر ضد وکاروي.

د سې شنبې په ورځ د امریکا سنا د دې پلان په اړه ۵۳ مثبتې او ۴۷ منفي رايې ورکړې.

دغه مهمات د پنځه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت دي او د هغه ۱۱۰ میليارده ډالرو په ارزښت رياض ته د مهماتو د پلور برخه دي چې ډونالد ټرمپ وړانديز کړي دي.

د ټرمپ موافقې د پخواني ولسمشر بارک اوباما هغه پرېکړه له منځه يوړه چې له مخې يې امریکا د سعودي عربستان پر وسله وال پوځ مهمات نشوای پلورلای.

د اوباما ادارې دا پرېکړه وروسته له هغه کړې وه چې تېر کال سعودي عربستان په يمن کې د جنازې پر مراسمو په بمباري کې تر ۱۴۰ کسانو زيات ووژل.

د کانګرس هغو غړیو کې د دې پلان په اړه مثبتې رايې ورکړي دي، هغوی څه دليل وايي؟

د سنا د اکثريت مشر ميچ مککانيل او نورو سناتورانو چې د مهماتو د دغه پلور پلوي کوي، وايي امریکا په منځني ختيځ کې خپلو متحدانو ته د مهماتو په برخه کې «نه» نشي ويلای په داسي حال کې چې هغوی د داعش پر ضد د جګړې لپاره دغو مهماتو ته اړتیا لري او همداراز په سیمه کې ايران د تېري مخه نيسي.

سناتور لنډسي ګراهام وويل، که سعودي ته دغه مهمات ونه پلورل شي، دا د ايران د بريا په معنی ده.

ده وويل:

"که تاسو فکر کوئ چې د یمن، عراق، سوريې او لبنان له سقوطه د ايران مخنیوی د امریکا د ملي ګټو سره نه ده برابره نو تاسو لويه تېروتنه کوئ."

خو ډیموکراټ سناتور کريس مورفي چې له جمهوري غوښتونکي راند پال سره يې د مهماتو د پلور د مخالفت مشري کوله، وويل چې د رايو کم توپير ښيي، کانګرس دې ته پام کړی چې سعودي عربستان په يمن کې قصداً امریکايي مهمات د ملکيانو پر ضد کاروي.

د ايران په ملاتړ شيعه حوثي ياغيان د يمن د حکومت پر ضد جګړه کوي او دغه حکومت د نړيوالو له خوا په رسميت پېژندل شوی دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائيتلاف د ۲۰۱۵میلادي کال له مارچ مياشتې راهيسي په يمن کې پر حوثي ياغيانو هوايي بمبارۍ کوي او امریکا په دغه جګړه کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي.

په دې جګړه کې زرګونو ملکيان وژل شوي دي چې ملګري ملتونه وايي ډېری برخه يې د سعودي عربستان په بمباريو کې وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG