د لاسرسي لېنکونه

برېتانیه او فرانسه ویب‌سایټو کې د افراطي مطالبو د مخنيوي هڅه کوي


برېتانیا او فرانسې موافقه وکړه چې د ټېکنالوژۍ پر کمپنیو به د فشار زیاتولو لپاره په ګډه کار کوي، څو هغوی په ويب‎سايټونو کې د افراطي نظرياتو لرونکو مطالبو د کمولو لپاره هڅې زیاتې کړي.

د برېتانیا صدراعظمې ټرزا مې په پاريس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانوئل مکرون سره د سې‎شنبې په ورځ تر کتنې وروسته ګډ خبري کنفرانس ته وويل:

"موږ د برېتانيا او فرانسې ګډ کمپاين پيلوو، څو يقيني کړو چې انټرنټ د ترورېستانو او جنايتکارانو له‎خوا د خوندي مرکز په توګه نه‎کارول کېږي او له انټرنټ څخه د افراطي موادو د خپرولو لپاره استفاده نه کېږي، داسې مواد چې د ډېر زيان رسولو سبب کېږي."

برېتانيا او فرانسه به د انټرنټ د کمپنیو له خوا په دې برخه کې د پاتې راتلو په صورت کې د قانوني مسؤلیت پر رامنځ‎ته کولو غور وکړي.

د ټرزا مې محافظه کاره ګوند په برېتانیا کې د تېرې پنجشنبې په انتخاباتو کې په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړ او اوس هڅه کوي د اقلیت پر بنسټ حکومت جوړ کړي.

نوموړې ویلي، د انټرنټ ځینې لويې کمپنۍ د خپلو هغو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي چې په انلاین توګه د افراطي ډلو د خوندي ځایونو په مخنیوي کې مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG