د لاسرسي لېنکونه

ټېلرسن: د واشنګټن او مسکو اړیکې تر ټولو ټیټې سطحې ته راغلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي، د واشنګټن او مسکو تر منځ اړیکې د لا خړپړتیا خواته روانې دي.

ټېلرسن پرون سې‎شنبه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د وینا پر مهال وویل، د امریکا حکومت اوس هم د دې اړیکو د باثباته کولو لپاره هڅه کوي.

ښاغلي ټېلرسن زیاته کړه:

"هماسې چې ومې ویل، زموږ اړیکې د بل هر وخت په مقایسه دا مهال په تیټه سطحه کې دي او د لا خړپړتیا خواته ځي، زموږ هدف دا دی چې دا اړیکې باثباته کړو، په مشخصه توګه هڅه کوو چې پر هغو برخو کار وکړ، څو وکولی شو د روسیې له حکومت سره یو داسې کاري اړیکه رامنځ ته کړو چې ګټوره وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې لپاره دغې کمېټې ته ورغوښتل شوی و، څو په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د بودجې په اړه وضاحت ورکړي.

سناتورانو نه یوازې د روسیې بلکې، د چین، شمالي کوریا او سوریې په اړه هم د بهرنیو چارو د وزارت د لومړیتوبونو په اړه له ريکس ټېلرسن پوښتنې وکړې.

د روسیې په اړه ټېلرسن د امریکا سناتورانو ته وویل، د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې تر ټولو ټیټې سطحې ته راغلې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دغه هېواد کانګرس غواړي پر روسیې د هغو تورونو له کبله چې ویل کېږي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې لاس وهنه کړې، بندیزونه سخت کړي او حتی پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG