د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۳

د فوټبال افغان ملي ټیم، پرونۍ سیالۍ کې له کمبودیا ماته وخوړه


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د سې شنبې په ورځ د اسیايي هېوادونو د فوټبال اتلولیو ته د لار موندنې په سیالیو کې د کمبودیا په وړاندې ماته وخوړه.

په دې توګه افغانستان د فوټبال ملي ټیم په دې سیالیو کې د «C» ډلې په جدول کې وروستي ردیف ته ښکته شو.

په پرونۍ لوبه کې کمبودیا وکولی شو چې د افغانستان د ټیم د ګول ساتونکي ویس عزیزي له تېروتنې په ګټه د لوبې یوازینی ګول تر سره کړي او صفر د یو په وړاندې د افغانستان ټیم ته ماتې ورکړي.

په «C» ډله کې پرون ویتنام له اردن سره، له ګول پرته لوبه مساوي کړه او په دې ترتیب سره اردن د دې ډلې د جدول په سر کې پاتې شو.

کمبودیا په خپلې لومړۍ بریا سره د جدول دوهم ځای خپل کړ، ویتنام درېیم او افغانستان په جدول کې په وروستي او څلورم ردیف کې دی.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په دې سلسله کې څلور نورې لوبې هم مخکې لري او د اسیايي هېوادونو د فوټبال په اتلولۍ کې د ګډون چانس یې په بشپړه توګه له لاسه نه‎دی وتلی.

د اسیايي هېوادونو د فوټبال د اتلولۍ لوبې د ۲۰۱۹ مېلادي کال په پیل کې په عربي متحده اماراتو کې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG