د لاسرسي لېنکونه

ارګ: یوناما به د حکومت لمړیتوبونو ته په پام خپل ماموریت مخته یوسي


افغان حکومت وايي، ملګري ملتونه به د حکومت لومړیتوبونو ته په پام سره په افغانستان کې خپل ماموریت مخ ته یوسي.

کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال یان کوبېش د سفر په درشل کې افغان حکومت وايي، خپل لومړیتوبه‎ یې له ښاغلي کوبېش سره شریک کړي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د ملګرو ملتونو د منشي مرستیال یان کوبېش له ولسمشر غني سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د حکومت لومړیتونو ته په پام سره به خپل ماموریت په افغانستان کې مخ ته یوسي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد

​ښاغلي ازاد زیاته کرړه:

"د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یان کوبېش له ولسمشر سره یو ساعته ناسته لرله چې ولسمشر په افغانستان کې د دغه ماموریت په اړه اندېښنې او وړاندیزونه ورسره شریک کړل، نوموړي ژمنه وکړه چې دغه وړاندیزونه به له عمومي منشي سره شریکوي او په هماغه شکل به عملي کېږي."

خو نوموړي په دې اړه ډېر جزئیات ورنه کړل.

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال یان کوبېش په مشرۍ د دغه ماموریت یو پلاوی کابل ته راغی، څو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما چارې وارزوي.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې کابل ته د ښاغلي یان کوبېش سفر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غوښتنه تر سره شوی او هدف یې په افغانستان کې د یوناما د کارونو د ستراتیژیکې ارزونې بشپړول دي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یان کوبیش
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یان کوبیش

د اعلامې د معلوماتو له مخې، ښاغلی یان کوبېش میاشت وړاندې هم په همدې هدف کابل ته راغلی و او تمه ده چې د ارزونو نتیجه د راتلونکې مېلادي میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما له ډېرې مودې راهیسې فعالیت کوي، خو د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د دغه سازمان فعالیت پراخ او چارې یې ګړندۍ شوې.

په افغانستان کې د نړیوالو مرستو همغږي او په افغان سوله کې د رول لوبول دوه هغه لوی مسؤلیتونه دي چې د افغان کارپوهانو په خبره یوناما باید تر سره کړي وای.

د نړیوالو چارو کارپوه حمید عزیزي وايي، ملګرو ملتونو د بېلابېلو لاملونو له کبله ونه‎کړای شول چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې خپل رول ولوبوي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"۲۰۰۶ میلادي کال راپه‎دېخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول کمرنګی شو او د لیل دا و چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د ملاتړ کوونکو هېوادونو علاقه‎مندي کمه شوه."

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې مېرمن ارین یون وايي، که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مهم رول څخه سترګې نه‎شي پټېدای، خو د شخړو په هواري کې یې هېڅ رول نه دی لوبولی.

اغلې یون له ازادي راډیو سره په خبرو کې کابل ته د یان کوبېش سفر ته په اشارې سره وویل چې نوموړی باید امنیت شورا ته په وړاندې کوونکې اروزنه کې په افغان سوله کې د دغه سازمان د مهم رول د لوبولو او همد راز له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې جدي سپارښتنې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG