د لاسرسي لېنکونه

د تاجکستان ولسمشر خپله لور عدلي چارو کې خپله سلاکاره ټاکلې


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان خپله لور ازاده رحمن په عدلي چارو کې خپله سلاکاره ټاکلې ده.

ازاده په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د تاجکستان د ولسمشر د دفتر د رئیسې په توګه مقرره شوې وه.

تر دې مخکې تاجک ولسمشر خپله بله لور رخشانه رحمانوف د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې په توګه ګمارلې وه.

دغه راز د امام علي رحمان زوی رستم امام علي ته سږ کال د تاجکستان د پلازمېنې د ښاروالۍ مشري سپارل شوې ده.

د بشري حقونو ډلې وايي، تاجک ولسمشر امام علي رحمان ډېر کم زغم لري او اکثره وخت يې خپل منتقدان ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG