د لاسرسي لېنکونه

په غزني کې یو لرغونی جامع جومات بیا ورغول شو


د غزني ولایت د شهرکهنه لرغونی جامع جومات چې په وروستیو کلونو کې ویجاړ شوی و، نن سې شنبه يې د بیا رغونې کارونه بشپړ شول.

د غزني والي عبدالکریم متین د دغه جومات د پرانیستې پر مهال رسنیو ته وویل چې دغه تاریخي او لرغونی جومات د اطلاعاتو کلتور وزارت له لوري د ۱۲ مېلیونه او پنځه لکه او ۵۴ زره افغانیو په لګښت بیا ورغول شو.

نوموړی وايي چي دغه وزارت په غزني ولایت کي د نورو تاریخي ځایونو د رغوني ژمنې هم کړي او په نېږدې وختونو کې به یو شمېر نور ځایونه هم ورغول شي.

XS
SM
MD
LG