د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۱۳

مشرانو جرګې ته د امنیتي چارواکو نه حاضرېدو سناتوران غوسه کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې عمومې ناستې ته د امنیتي چارواکو نه حاضرېدل د دې جرګې د غړو غوسه راوپارولې ده.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې عمومې غونډې ته د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومې ریئس، د کورنیو چارو وزارت د کشف او استخباراتو رئیس او یو شمېر نور امنیتي چارواکي په هېواد کې د وروستیو نا امنیو د زیاتېدو په تړاو رابلل شوي وو.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي چې د دغې ورځې د غونډې مشري یې کوله وویل چې دغو چارواکو د یوه مکتوب په لېږلو سره ویلي چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ګډون له امله نشي کولی چې د مشرانو جرګې غونډې ته حاضر شي.

صدیقي: هغه مکتوب چې موږ ته رسېدلی پکې ویل شوي چې فوق العاده غونډه لري.
صدیقي: هغه مکتوب چې موږ ته رسېدلی پکې ویل شوي چې فوق العاده غونډه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه رسمي مکتوب چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت لخوا موږ ته را رسېدلی دی، د دې لپاره چې امنیت شورا فوق العاده ناسته لري او نشي کولی چې د مشرانو جرګې دغې غونډې ته حاضر شي، د مشرانو جرګې ادارې پلاوي خپله هڅه کړې څو دغه چارواکي غونډې ته راشي خو دوې ویلي چې فوق العاده جلسه لري او بلې اوونۍ ته به حاضر شي."

د مشرانو جرګې دې ناستې ته د امنیتي چارواکو د نه حاضرېدو په تړاو سناتورانو بېلابېل غبرګونونه درلودل.

یوشمېر سناتورانو وویل چې امنیتي چارواکي د روانو امنیتي ستونزو د زیاتېدو په تړاو د خلکو د استازو د پوښتنو ځواب نه لري او باید له دندو لېري کړای شي.

ترین: د کابل امنیه قوماندان پر ځای باید د کورنیو چارو وزیر لېري شوی وای.
ترین: د کابل امنیه قوماندان پر ځای باید د کورنیو چارو وزیر لېري شوی وای.

سناتورې رڼا ترین په دې اړه وویل:

"د کابل د امنیه قوماندان پرځای باید د کورنیو چارو وزیر له دندې لېري شوي وای، دی چې د مشرانو جرګې غونډې ته اهمیت نه ورکوي او نه راځي ښکاره خبره ده چې ځواب نه لري."

سناتور رحمت الله اڅکزي بیا ټينګار وکړ چې د حکومتي چارواکو د نه حاضرېدو په غبرګون کې مشرانو جرګه باید دولتي قوانینو ته د تائید رایه ورنه کړي.

"که دغه چارواکي جلسې ته نه حاضرېږي د ملت ګټې په نظر کې نه نیسې موږ يې باید په وړاندې جدي موقف ولرو، هغه دا چې په هیڅ صورت موږ د دولت لخوا چې کوم قوانین راځي ورته د تائید رایه ورنه کړو او حتی په اجنډا کې یې ونه نیسیو."

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو تردې وړاندې هم د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د نه حاضرېدو په تړاو سخت انتقادونه درلودل.

له بلې خوا بیا د حقوقي چارو کار پوه نجیب محمود وايي، د قانون له مخي حکومتي چارواکي دنده لري څو د خپلو کړنو په تړاو د ملت استازو ته ځواب ورکړي.

د ښاغلي محمود په وینا امنیتي چارواکي د ملت استازو ته ځواب نه لري او فکر کوي چې د ملي شورا غونډو ته په حاضرېدو به د وکیلانو له سخت چلند سره مخ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG