د لاسرسي لېنکونه

ملګري ملتونه: د اوکراین په ختیځ کې جګړو مرګ ژوبله ډېره کړې


د ملګرو ملتونو یو راپور وايي، د اوکراین په ختیځ کې د جګړو د ښکېلو غاړو له‎خوا د اوربند د نه‌مراعتولو له‎امله تاوتریخوالي دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنرۍ په راپور کې چې نن سې شنبه خپور شو، راغلي چې د اوکرایني ځواکونو او روسي پلوه بیلتون‎پالو له‎خوا د اوربند ماتېدو دواړو لورو تر منځ دښمني پېچلې کړې او نوره مرګ ژوبله‌يې هم رامنځته کړې ده.

د دغه راپور له‎مخې، د اوکراین د ختیځ په جګړو کې چې ۲۰۱۴ مېلادي کال له اپریل میاشتې راهیسې پیل شوي، ۱۰ زره او ۹۰ کسان وژل شوي چې له‎دې جملې څخه ۲۷۷۷ يې ملکي وګړي دي.

دغه راز د جګړو له ‎امله شااوخوا یو نیم مېلیون کسان له خپلو سیمو بې‎ځایه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG