د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۱

داور: په جوزجان کې ۴ افغان سرتېري له ۴داعشیانو سره تبادله شول


په جوزجان ولایت کې درې محلي پولیس او یو د ملي پولیسو سرتېری د داعش ډلې له څلورو زندانیانو سره تبادله شول.

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ سرپرست باز محمد داور په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا سرتېري تېر کال د داعش لاس ته ورغلي وو.

د زندانیانو دا تبادله د قومي مخورو په منځګړتوب د جوزجان ولایت په قوش تیپه ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.

XS
SM
MD
LG