د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۴

مودي او ټرمپ به د همکاریو د پیاوړي کېدو په هدف سپینه‌ماڼۍ کې وویني


د هند صدراعظم د روانې میاشتې په پای کې واشنګټن ته ځي او د لومړي ځل لپاره به په سپینه‎ماڼۍ کې د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره خبرې وکړي.

سپینې‎ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به د هند له صدراعظم نرندرا مودي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او پوځي اړیکو او د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د همکارۍ د پیاوړي کېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

ټرمپ او مودي به د روانې جون میاشتې په ۲۶ مه په سپینه‎ماڼۍ کې سره وګوري او دا به د دوی دواړو تر منځ لومړنۍ رسمي کتنه وي.

د سپینې‎ماڼۍ ویاند شان سپایسر وویل، دواړه مشران به د هند او امریکا د شراکت د پراخېدو په اړه خپل لیدلوري بیان کړي.

سپایسر د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې، اقتصادي ودې او د هند پاسفیک په سیمه کې د امنیتي همکاریو د پراخېدو او د اصلاحاتو مسایلو ته اشاره وکړه او هغه یې د دواړو هېوادونو تر منځ ګډ لومړیتوبونه وبلل.

د سپینې‎ماڼۍ ویاند شان سپایسر
د سپینې‎ماڼۍ ویاند شان سپایسر

هغه وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې اندازه له ۲۰۰۰ مېلادي کال راهیسې شپږ چنده زیاته شوې او تېر ۲۰۱۶ کال ۱۱۵ مېلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل، د دواړو مشرانو خبرې به د دوه اړخیزو اړیکو د لاپیاوړي کېدو لپاره لاره هواره کړي.

د هند او امریکا تر منځ د پیاوړیو اړیکو سره سره چې د امریکا د مخکنی ولسمشر بارک اوباما په دوره کې ډېرې پیاوړې شوې، په تېره له ۲۰۱۴میلادي کاله چې مودي د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی او هغه هم په دې خاطر چې په آسیا کې د چین مخ په زیاتېدونکي نفوذ ته په پام سره هند ته د یوه متعادل شریک په سترګه کتل کېدل.

خو واک ته د ټرمپ له رسېدو وروسته په دوه اړخېزو اړیکو کې یو څه اختلاف هم رابرسېره شوی دی.

ټرمپ امریکا ته د هندي ماهرو کارګرانو د وېزې پر پروګرام د بیا غور امر کړی چې نوی ډیلی یې یو څه ناراضه کړی دی.

بله مسئله د پاریس د اقلیم د بدلون په اړه، له تړونه د امریکا وتل دي.

ټرمپ د دغه اعلان په مهال وویل، نوی ډیلي په مشروط ډول له دغه تړون سره یو ځای شوی و چې په مېلیاردونو ډالره بهرنۍ مرستې تر لاسه کړي.

خو د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج یې په عکس‎العمل کې دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې هند به د امریکا له همکارۍ پرته د دغه تړون غړی پاتې شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج
د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج

یوه بله مهمه مسله چې مودي به ېې له ټرمپ سره په کتنه کې راپورته کړي، هغه دا ده چې هند هیله‎من دی چې ټرمپ د اسلامي سخت دریځو په وړاندې سخته تګلاره غوره کړي دا په‎دې معنی چې د پاکستان په وړاندې سخت موقف ونیسي، د هغه هېواد په وړاندې چې هند یې تورنوي چې سخت دریځې ډلې له هغه ځایه پر هند حملې کوي.

مودي دغه راز غواړي چې له واشنګټنه دا واوري چې د افغانستان امنیت ته ژمن دی.

دا هم هغه مسله ده چې د ټرمپ اداره یې په اوس وخت کې په خپلې نوې ستراتیژۍ کې څېړي.

XS
SM
MD
LG