د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۹

حقاني شبکې د کابل او هرات بمي حملو کې د طالبانو لاس لرل رد کړي


افغان حکومت که څه هم حقاني شبکه او د پاکستان استخباراتي اداره د کابل د خونړۍ ټانکر بم حملې عامل بولي خو حقاني شبکې په کابل او هرات کې په وروستیو بمي حملو کې د طالبانو لاس لرل رد کړي دي.

د افغان وسله والو طالبانو د ډلې مرستیال او د پاکستان میشتې حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ته په یوه منسوب غږیز پیغام کې ویل شوي چې طالبان د کابل او هرات په بمي حملو کې رول نه لري.

د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي، حقاني شبکې د کابل ټانکر بم حمله د پاکستان د استخباراتي شبکې ای اس ای په همکارۍ کړې ده او په خبره یې اسناد هم موجود دي.

په کابل کې د مې په یو دېرشمه د یوه ټانکر په واسطه بمي چاودنه وشوه چې په کې تر یو نیم سلو زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور هم ټپیان شول.

په کابل کې وروسته د جنازې په مراسمو کې هم درې چاودنې وشوې چې لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.

په هرات کې د جون په شپږمه جامع جومات ته نېږدې بمي حمله وشوه چې لږ تر لږه شپږ کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG