د لاسرسي لېنکونه

پاکستان تائید کړه چې دوه تنه یرغمل شوي چینایان وژل شوي


پاکستان پرون دوشنبه تائید کړه چې په دغه هېواد کې دوه تنه یرغمل شوي چینایان وژل شوي دي.

تر دې ۳ ورځې وړاندې داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې اعلان کړی و چې دوه تنه چینايي یرغمل یې وژلي دي.

داعش رسنیو ته د وژل شویو برمته وو ویډیوګانې هم استولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د چینایانو وژل کېدا تائید کړه خو ویې نه ویل چې دا کسان چا وژلي او ایا مړي یې په لاس ورغلی او که نه دي.

۲۴ کلن لي زینګ یونګ او ۲۶ کلن مینګ سي تېره میاشت وسله والو کسانو په کوټه کې برمته کړل.

XS
SM
MD
LG