د لاسرسي لېنکونه

"م.م": د سږکال له پیله ۱۲۵زره افغانان په کوردننه بې ځایه شوي


ملګري ملتونه وايي، د روان ۲۰۱۷ میلادي کال له پیله تراوسه پورې ۱۲۵ زره افغانان په خپل هېواد کې بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري همږغۍ دفتر پرون دوشنبه وویل، یوازې د وروستیو دوو اوونیو د جګړو په نتیجه کې ۲۲ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دغه دفتر په وینا د بې ځایه شویو په سلو کې ۲۷ د افغانستان په جنوبي، په سلو کې ۹ په لوېدیځو او په سلو کې ۱۲ په ختیځو او مرکزي ولایتونو کې بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم د تېرکال د ورته مودې په پرتله سږکال د بې ځایه شویو افغانانو شمېر په سلو کې ۲۸ لږ دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې اکثره بې ځایه شوي په ننګرهار، بغلان او کندز ولایتونو پورې تړاو لري.

XS
SM
MD
LG