ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن سې شنبه په کمبودیا کې د دغه هېواد له ملي ټیم سره د مسابقې لپاره میدان ته ووځي.
دا مسابقه د اسیايي جام د غوراوي د سیالیو برخه ده.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم یوه لوبغاړي نور الله امیري د نننۍ مسابقې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ټول لوبغاړي او ټیم د کمبودیا په وړاندې مسابقې ته چمتو او تیار دي."
افغانستان له ویتنام، اردن او کمبودیا سره په سي ګروپ کې مخامخ دی.
له دغو څلورو ټیمونو دوه مخکښ به د اسیايي جام سیالیو ته غوره شي.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لومړۍ مسابقه له ویتنام سره مساوي شوې او په دې حساب د یو امتیاز د لرلو له کبله د سي ګروپ په جدول کې درېیم دی.