د لاسرسي لېنکونه

ظریف: امریکا به احتمالاً په نهایت کې پر اټمي موافقې ودرېږي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، د ایران او سترو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري ورکړای شوې اشارې ډېرې ښې نه دي.

ظریف په عین حال کې وویل چې امریکا به احتمالاً په نهایت کې پر موافقې ودرېږي ځکه چې دا یې په ګټه ده.

ظریف پرون دوشنبه د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل:

"له بده مرغه په واشنګټن کې د نوې ادارې سلوک ډېر امېدواروونکی نه دی."

د ایران د اټمي پروګرام پر سر د دغه هېواد او سترو قدرتونو لکه امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې ترمنځ په ۲۰۱۵ میلادي کال موافقه وشوه چې پر اساس یې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې د ایران اټمي پروګرام محدودېږي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو پر دې موافقې انتقادونه کړي او هغه یې غمیزه بللې ده.

XS
SM
MD
LG