د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۲۴

ساجان: کاناډا د افغانستان په اړه د ناټو پر غوښتنه غور کوي


د کاناډا دفاع وزیر هارجیت ساجان وايي، حکومت یې د افغانستان په اړه د ناټو پر غوښتنه غور کوي.

ده وویل، ناټو ورڅخه غوښتي چې د افغان پولیسو د روزلو لپاره افغانستان ته روزونکي ولېږي.

ساجان دا خبره پرون دوشنبه په یوه خبري غونډه کې چې د کاناډا د دفاع وزارت پر لس کلنې دفاعي پالیسۍ د رڼا اچولو لپاره بلل شوې وه، وکړه.

ده وویل چې کاناډا د افغانستان د پرمختیايي چارو او د امنیتي ځواکونو لپاره مالي مرستو ته دوام ورکوي خو د کاناډا اصلي تمرکز به په عراق کې وي.


XS
SM
MD
LG