واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې او له هغې وروسته د راپورته شویو اعتراضونو وروسته د دوو لوړپوړو امنیتې چارواکو د دندو د ځنډولو مسئلې ته پام اړولی او په یوه مطلب کې ليکي:
د افغانستان جمهوري ریاست د شنبې د ورځې ناوخته په یوه بیان کې وویل چې د کابل د امنیې قوماندان جنرال شاه حسین فروغ او د کابل د ګارنیزیون د قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي دندې وروسته له هغې وځنډول شوې چې د لوی څارنوالۍ لهخوا په څېړنو کې وموندل شوه چې دغه دواړه چارواکي د امنيت په ټینګېدو کې پاتې راغلي دي.
د مې په ۳۱ د کابل په زنبق څلورلاري کې ټانکربم چاودنه کې له ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول.
د دغې پېښې وروسته مظاهره کوونکي د پېښې په ځای کې راټول شوي او په ښار کې یې د امنیت د ټینګیدو غوښتنه کوله چې وروسته مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه او لږ تر لږه څلورتنه پهکې ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.
موږ بهرنیان په کابل کې تعجب کوو چې افغانان څنګه له شرایطو سره ځان برابروي خو دوی له دې پرته بله لاره چاره نهلري.
د بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې خبریال سُن انګل راسموسن چې تردې سرلیک لاندې یې مقاله خپره کړې په لومړیو کرښو کې یې لیکي:
داسې احساس کوم چې کابل زما ښار دی خو پوهېږم چې هغه نهدی. هرکله چې وغواړم ورتلی او ترې وتلی شم خو اکثره افغانان دا کار نهشي کولای.
لیکوال د کابل د تیرې چهارشنبې خونړۍ چاودنې ته په اشاره لیکي:
درنې چادونې له خوبه راپاڅولم، د خوب خونه مې ولړزېده او سپیان دباندې په انګړ کې په غپا شول.
کله مې چې له بامه کابل ته وکتل یوه توره لړه مې ولیدله چې په هوا کې خپره وه او سړي ته یې یوڅه احساس ورکاوه چې چاودنه په کوم ځای کې شوې ده.
وروسته ټولنیزو رسنیو د پېښې ځای وزیر اکبرخان وښود.
د ګارډین لیکوال وړاندې لیکي:
په درېیو کلونو کې چې په کابل کې یې تېر کړي په سلونو ځلې له دې لارې تیر شوی او وړاندې بېرته د سر خبرې ته راځي چې بهرنیان د افغانانو پر دغه استقامت تعجب کوي خو دوی باید اشتباه ونهکړي چې ګواګې افغانان بې احساسه شوي بلکه غواړي ژوند ته ادامه ورکړي.
د لیکوال په باور داسې نهده چې افغانان لکه د نورو هغو په څېرچې کم د خشونت له پیښو سره مخامخ دي، د خپلو لوڼو او زامنو پر وژلو ویرجن نهدي بلکه جګړه دومره پراخه شوې چې بل بدیل نه ویني.