د لاسرسي لېنکونه

پشه‎يي: بهرني اسخبارات او ځینې داخلي کړۍ قومي بیلوالي ته لمن وهي


د افغانستان د قومونو د همغږۍ مرکز وايي، بهرني استخبارات او يو شمېر داخلي کړۍ هڅه کوي چې د هېواد له ناوړه شرایطو څخه په ګټې اخېستو د قومونو تر منځ تفرقې ته لمن ووهي.

د دغې شورا د دارلانشا رئیس عبدالخالق حسیني پشه‎يي په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې بهرني استخبارات هڅه کوي، په هېواد کې روانو ناخوالو ته قومي رنګ ورکړي او قومونه پخپلو کې سره واچوي.

ښاغلي پشه‎یي زیاته کړه:

"بهرنۍ کړۍ او استخبارات هڅه کوي چې وروستیو پېښو او ناخوالو ته قومي او سمتي رنګ ورکولو سره خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي، موږ په کلکه له خپل نظام او دولت څخه ملاتړ کوو."

ښاغلي پشه‎يي وویل، که له یوې خوا په نظام کې د اصلاحاتو دنده د حکومت په غاړه ده، نو بل‎خوا قومونه هم باید هڅه وکړي چې د يووالي لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG