د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۹

مسکو کې د نن ورځې د فساد ضد مظاهرو تنظیموونکی نیول شوی


په روسیې کې د فساد ضد فعال او سیاسي مخالف الکسي ناوالني نن د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د فساد ضد پراخو مظاهرو تر پیل مخکې چې ده په خپله تنظیم کړې وې، ونیول شو.

د ناوالني ښځې یولیا ناوالني په ټوېټر لیکلي چې الکسي ناوالني خپل ملاتړي هڅول چې مخکې لاړ شي او د جون د ۱۲ مې مظاهرې دې د مسکو په مرکزي سیمه کې ترسره کړي.

تمه وه چې دا مظاهرې په مسکو کې په محلي وخت په دوه بجو پيل شي چې ورسره یو ځای د روسیې په ۲۰۰ ښارونو کې خلک واټونو ته راوتل او مظاهرې یې کولې.

یو تن مظاهره کوونکي بوریسینکو له پولیسو تر تېښتې وروسته وویل:

"زه نن دلته د دې لپاره یم چې په روسیه کې فساد اوج ته رسېدلی، په ایسلنډ کې صدراعظم د فساد په خاطر ګوښه کېږي، خو زموږ صدراعظم دمتري په لویو قضیو کې لاس لري، اما تر اوسه نه دی لېرې شوی، دا د هېواد د پرمختګ وژنه ده."

نن له غرمې مخکې د سایبریا په ځینو ښارونو کې هم یو شمېر خلک د مظاهرو د پلان په خاطر نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG