د افغانستان یوه معلول لامبوزن عباس کریمي په امریکا متحده ایالتو کې د ۱۸ هېوادونو تر منځ د لامبو په سیالیو کې دوه د سرو زرو مډالونه وګټل.
عباس کریمي پرون یکشنبه په انډیانا پولیس ښار کې د لامبو په نړیوالو سیالیو کې د ۵۰ متره ازادو او پروانهيي لامبو په برخه کې دا مډالونه وګټل او ورسره د معلولو لوبغاړو نړیوال فسټیوال ته یې هم لار پیدا کړه.
د معلولو لوبغاړو نړیوال فیسټوال به په مکسیکو کې د سېپټمبر په میاشت کې ترسره شي.
کریمي په ۱۱ ورځو کې ۱۶ سیالۍ کړې دي.
هغه د امریکا متحده ایالتو په پورټلند کې اوسېږي، خو د سیالیو لپاره انډیانا ایالت ته تللی و.
عباس کریمي پخوا تر دې په افغانستان کې هم زیاتې لوبې کړي او په خپل ټیم کې یې لومړی مقام ګټلی دی.