د لاسرسي لېنکونه

د شاهین قل‌اردو برید کې غفلت کوونکي منسوبین په بند محکوم شول


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بلخ د شاهین قول‎اردو د پخواني عمومي قوماندان په شمول‎یې د یادې قول‎اردو یو شمېر منسوبین نن دوشنبه په بند محکوم کړي دي.

دوی پر شاهین قول‎اردو د خونړۍ حملې په خاطر د وظیفوي غفلت له امله په بند محکوم شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې د ویاند جنرال دولت وزیري په حواله ویلي چې د ۲۰۹ شاهین قول‎اردو ابتدائیه محکمې د قول اردو پخوانی قوماندان جنرال مومند کټوازی او د ارکان پخوانی رئیس جنرال عبدالرووف تاج په یو-یو کال تعلیقي بند محکوم کړي دي.

څلور تنه لوړپوړي افسران‎ یې په درې کاله بند، درې نور په دوه کاله بند او ۱۹ تنه نور یې په یو-یو کال بند محکوم شوي دي.

په بلخ کې د شاهین قول‎اردو په حمله کې چې د روان کال د ثور په لومړۍ نېټه وشوه، د سرچینو په حواله ۱۴۰ سرتیري په‎کې ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

تر دې حملې وروسته د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفا ورکړه.

XS
SM
MD
LG