د لاسرسي لېنکونه

ارزګان چارواکي: په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳ طالبان وژل شوي


د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د خاص ارزګان ولسوال عبدالصمد نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغو وسله‎والو طالبانو او یو شمېر نورو ملګرو یې غوښتل چې تېره شپه د دوی پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې دوی وار له‎مخه پرې بریدونه وکړل چې پر مهال یې یاده مرګه ژوبله ور واوښته او په خبره‎یې چې د دوی لوري ته کوم زیان نه‎دی اوښتی.

نوموړی وايي چې د یادې نښتې پر مهال یو شمېر وسلې هم د دوی لاسته ورغلې دي.

وسله‎والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره، د دغې ولسوالۍ لاره له تېرو دوو کلونو وسله‎والو طالبانو له مرکز ترینکوټ سره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

XS
SM
MD
LG