د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان چارواکي: وسله‌وال طالبان په زوره ملکي خلک خپلو لیکو ته جذبوی


د ارزګان سیمه‎ييز چارواکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د وسله‎والو طالبانو شمېر کم شوی او اوس له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي.

د دغه ولایت د چورې ولسوال امین‎الله د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغې ولسوالۍ په یو شمېر هغو سيمو کې چې د امنیتي ځواکونو له ولکې وتلې دي، وسله‎وال طالبان په‎کې ملکي خلک په زوره خپلو لیکو ته جذبوي او په خبره‌يې، دا کار ځکه کوي چي دوی اوس د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د مخامخ جګړې توان نه‎لري.

نوموړی وايي چي دوی دغه کار له پخوا پیل کړی او یو شمېر کسان‌یې تر دې دمه جذب کړي هم دي.

ښاغلی امین‎الله وايي:

"وسله‎والو طالبانو د چورې ولسوالۍ په جوماتونو کې اعلانونه کړي چې کور سر سړی به له دوی سره ملګری کېږي، که ورسره ملګرتیا نه‎کوي، هغه دې کډه بار کړي او ولاړ دې شي، نو اوس هم زیات شمېر کورنۍ د چورې ولسوالۍ مرکزي بازار ته راکډه شوي چې وسله‎والو طالبانو په زوره پسې راخیستي دي."

ارزګان ولایت چې شپږ ولسوالۍ لري، د ټولو ولسوالیو لارې یې له مرکز ترینکوټ سره له تېرو څه باندې ۱۰ میاشتو راهیسې وسله‎والو طالبانو د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

له‎دې سره په دغه ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرګندونې لري.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي ازادي راډيو ته وویل چې وسله‎وال طالبان نه‌یوازې په چورې ولسوالۍ کې ملکي خلک په زوره خپلو لیکو ته جذیوي، بلکې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو او مرکز کې یې هم دا کار شروع کړی دی.

د ارزګان د ولایتي شورا رئيس امیرمحمد بارکزی
د ارزګان د ولایتي شورا رئيس امیرمحمد بارکزی

ښاغلی بارکزی وايي:

"د چورې د ولسوال خبرې حقیقت دي، موږ ته د ورځې لسګونه خلک راځي او هغوی په خپلو سیمو کې د عملیاتو غوښتنه کوي، ځکه‌يې کوي چې وسله‎وال طالبان‎يې ځوروي، خو زموږ غوښتنه له وسله‎والو طالبانو دا ده چې ملکي خلک دې د سپر په توګه نه‌کاروي."

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

خو له‌دې ټولو سره سره بیا په دغه ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسؤلین په دې اړه اندېښنه ښيي او له ښکېلو غاړو غواړي چې ملکي خلک دې د سپر په توګه نه‎کاروي او د هغوی ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي وو چې د ارزګان او کندهار تر منځ پر لویه لار د مېشتو امنیتي پوستو پولیس پر تلونکو مسافرو بې‌ګارونه کوي، پیسې ورڅخه اخلي او سپکې سپورې ورته وایي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG