د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۴

څارنوالان: ټرمپ له بهرنیو حکومتونو په میلیونونه ډالره اخیستي


څارنوالان: ټرمپ د اساسي قانون له مخې د فساد ضد له مقرراتو سرغړونه کړې

د «ډسټرېکټ اف کولمبیا» یا د متحده ایالاتو د پلازمېنې واشنګټن ډي سي او د مریلنډ ایالت لویو څارنوالانو ویلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې دندې پر مهال له بهرنیو حکومتونو په میلیونونه ډالر اخیستي او د متحده ایالاتو د اساسي قانون له مخې د فساد ضد له مقرراتو یې سرغړونه کړې ده.

دغو څارنوالانو دغه‌راز نوموړی تورن کړی چې خپلې هغې ژمنې یې چې ویلي و، دولتي دنده او شخصي کاروبار به سره بیلوي، تر پښو لاندې کړي دي.

د جرمني د «ډي. پي. اې» خبري اژانس د راپور له مخې ټرمپ تر اوسه په خپله کمپنۍ کې شریک دی او په منظم ډول‌یې خبر اخلي.

د ټرمپ پر ضد محکمې ته د دعوا مسئله واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپورته کړې او د «ډسټرېکټ اف کولمبیا» د لوی څارنوال کارل ریساین "Karl Racine" له قوله‌یې ویلي چې وایي، موږ دغه قضیه محکمې ته ځکه راجع کوو چې ولسمشر له خپل شخصي کاروبار څخه د لاس اخیستو په برخه کې کافي اقدامات نه‎دي کړي.

د راپور له مخې که دغه دوسیه محکمې ته وړاندې شي دا به لومړی ځل وي چې یوه حکومتي اداره دغسې یوه قضیه رسماً محکمې ته وړاندې کوي.

که دغه قضیه د محکمې بهیر ته ولوېږي ریساین او د مریلنډ ایالت لوی څارنوال براین فروش "Brian Frosh" به د ټرمپ د مالیې د فورمونو د کاپي ګانو غوښتنه وکړي چې ښایي دغه لانجه تر سترې محکمې پورې ورسېږي.

په تېره جنوري میاشت کې هم په واشنګټن کې د «مسؤلو اتباعو او اخلاقو» يوې ټولنې په نوم یوې فدرالي محکمې یوه دوسیه وړاندې کړې او په هغې کې یې ټرمپ د اساسي قانون مطابق له هغو مقرراتو په سرغړونه تورن کړی چې په هېڅ وجه امریکایي چارواکو ته اجازه نه‌ورکوي چې له بهرنیو حکومتونو ګټه پورته کړي.

ولسمشر ټرمپ دغه دعوا بېخي بې‌اساسه بللې وه.

XS
SM
MD
LG