د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۶

روسیه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د وژل شویو شمېر ۱۲ ته ورسېد


روسي چارواکي وايي، د سایبریا په ارکوتسک او چیتا ښارونو پر لویه لار د یوه بس په چپه کېدو سره ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د ټرانزبایکل حوزې د روغتیا وزیر نن دوشنبه وویل چې د پېښې د مړو شمېر وروسته له هغه له ۱۱ تنو ۱۲ ته پورته شو چې یوې ټپي مېرمنې روغتون ته په لار ساه ورکړه.

ټاس دولتي خبري اژانس د روغتیايي مقاماتو په حواله ویلي چې څه باندې دېرش تنه په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي.

روسي چارواکو ویلي، دغه بس ۵۱ د ارتودوکس زیارت کوونکي انتقالول.

د پېښې سیمې ته نېږدې په سړک باندې کار هم روان و.

د دې پېښې په خاطر به سبا د جون په ۱۳مه د ټرانزبایکل حوزې د والي نتالیا ژادنووا په وینا، یوه ورځ ماتم وي.

XS
SM
MD
LG