د لاسرسي لېنکونه

یان کوبېش د یوناما د کارونو د ارزولو په هدف کابل ته رسېدلی


د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی یان کوبېش

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما وايي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یان کوبیش نن کابل ته رسېدلی څو د یاد مأموریت د کارونو ستراتيژیکه ارزونه وکړي.

د یوناما په بیان کې چې نن سهار خپور شو د یان کوبیش له سفر هرکلی شوی دی.

د بیان له مخې ښاغلی یان کوبیش به په دې دوه ورځني سفر کې د ملګرو ملتونو د سږني ۲۳۴۴ پرېکړه‌لیک پر اساس د یوناما د مأموریت د کارونو، لومړیتوبونو او اړونده سرچینو، ګټورتیا او اغېزو ارزونه به وکړي.

یان کوبیش به د ارزونو تر بشپړولو وروسته له افغان چارواکو له هغې ډلې افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم وګوري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سږ کال د مارچ په ۱۷مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستندویه پلاوي "یوناما" مأموریت د ۲۰۱۸ کال د مارچ تر اتلسمې تمدید کړ.

XS
SM
MD
LG