د لاسرسي لېنکونه

عبدالله: د ملي يووالي د حکومت مشران خپلو چارو کې پاتې راغلي


اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ملي يووالي حکومت مشران په‎خپلو چارو کې پاتې راغلي او خلک حق لري چې نیوکې پرې وکړي.

ښاغلي عبدالله چې نن‌يې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل چې د ملي يووالي حکومت يو لړ کارونه کړي خو د ولس اړتیاوو ته په کتو دغه کارونه کافي نه‎دي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي:

"زما بحث دلته اصلاً سیاسي نه‎دی، زما بحث په حکومتوالۍ دی چې موږ په‌کې پاتې راغلي یو، د ملي يووالي حکومت په‌کې پاتې راغلی، کارونه شوي خو کافي نه‎دي، موږ نه‌شو کولای چې خپل ټسټ خلکو ته د کاغذ پر مخ ورکړو ځکه دا موږ د کاغذ پر مخ لیکلي او خلکو ته ووایو چې تاسو خوښ اوسئ."

په دې وروستیو کې د ناامنیو او يو لړ نورو ستونزو له کبله د خلکو او سیاسي ډلو له‌خوا په حکومت نيوکې ډېرې شوي او دوی په نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG