د لاسرسي لېنکونه

د بغلان د خوست و فرنګ ولسوالۍ لپاره نومول شوی طالب ولسوال نیول شوی


د بغلان سیمه‌ییز چارواکي وايي، د خوست و فرنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو دوو ساتونکو سره نیول شوی دی.

د خوست و فرنګ ولسوال خلیل رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل، مولوي عبادالله تر دوه ورځو څارنې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا ونیول شو.

د ښاغلي رحیمي په خبره، د طالبانو دغه نومول شوي ولسوال هڅه کوله چې له بغلان ولایت څخه فراه ولایت ته وتښتي چې د امنیتي ځواکونو له‎خوا نیول شوی.

طالبانو او خپلواکو سرچینو په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

XS
SM
MD
LG