د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۷

د وېسټ انډیز کرکټ لوبډلې خپل افغان سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تېره شپه له وېسټ انډیز څخه خپله دوهمه یوه ورځنۍ سیالي بایلوده.

افغانستان لومړی بېټېنګ وکړ او په ۳۸م اور کې ټول ټیم یوازې د ۱۳۵ منډو په جوړولو وسوځېد.

د افغانستان له لوري ګلبدین نایب یوازنی توپ وهونکی و چې د وېسټ انډیز د بالرانو مقابله‌يې وکړه او ۵۱ منډې يې جوړې کړې.

وېسټ انډیز دا هدف په ۴۰م اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ افغانستان او وېسټ انډیز خپله وروستۍ یوه ورځنۍ مسابقه ترسره کړي.

وېسټ انډیز تر اوسه له افغانستانه په روان سیریز کې درې شل اوریزې او یوه، یوه ورځنۍ لوبه ګټلې ده.

افغانستان یوازې په یوې یو ورځنۍ مسابقه کې وېسټ انډیز ته ماته ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG