د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۰۵

پنټاګون: د امریکا پوځ سومالیا کې د الشباب ډلې پر ضد حمله کړې


پنټاګون وايي چې د امریکا پوځ په سومالیا کې له القاعده شبکې سره د تړلې الشباب ډلې پر ضد هوايي حمله کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې دا بمباري د پلازمېنې موګادیشو د جنوب لوېدیځ په ۳۰۰ کېلو متره واټن کې شوې ده.

تر اوسه معلومه نه‎ده چې په دې بمبارۍ کې به څوک او څومره کسان مړه او ټپیان شوي وي او د پنټاګون په بیان کې هم په دې اړه جزئیات نه‎دي ورکړل شوي خو د پنټاګون بیان یادونه کوي چې پر الشباب بمباري پر سومالیایي ځواکونو د دې ډلې د وروستي برید او نورو ترورېستي فعالیتونو له کبله شوې ده.

د سومالیا د ولسمشر دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، ولسمشر محمد عبداللهي محمد د سومالیا ځانګړو ځواکونو ته د نړیوالو متحدانو په مرسته د الشباب پر ضد د حملې اجازه ورکړه.

XS
SM
MD
LG