د لاسرسي لېنکونه

نن دوشنبه د هلمند ۴ ناامنه ولسوالیو کې د عملیاتو ۳مه ورځ ده


نن دوشنبه د هلمند ولایت په څلورو ناامنه ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو درېیمه ورځ ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، دا ګډ عملیات په سنګین، ګرمسیر، مارجې او نادعلي کې چې د هلمند ناامنه ولسوالۍ دي، د وسله‎والو مخالفینو پر ضد پیل شوي دي.

ښاغلی ځواک زیاتوي:

"نن د عملیاتو درېیمه ورځ پیلېدونکې ده او دا عملیات به په هغو ساحو کې چې ګواښونه په‎کې دي او د افغان ځواکونو په وړاندې تهدید لوړ دی روان وي."

د هلمند والي حیات‌الله حیات ویلي دي چې د میوند درې په نوم د دې عملیاتو هدف د هغو سرتېرو ژغورل دي چې له تېر یوه کال راهیسې په دې څلورو ولسوالیو کې د وسله‎والو په محاصره کې دي.

چارواکي وايي، د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په دې عملیاتو کې د ګډو ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG