د لاسرسي لېنکونه

کوټه کې درې پوليس په هدفي توګه وژل شوي


د يکشنبې په ماسپښين د کوټې ښار جنوب لور ته د سرياب سړک په «چکي شاهواني» سيمه کې وسله‎والو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه وايي، وسله‎وال په موټرسايکل سپاره وو او ناببره‌يې هلته پر ولاړو پوليس عسکرو ډزې وکړې چې وايي، يو پوليس‌يې ځاى پر ځاى وواژه او د يوه لاروي په شمول دوه نور پوليس‌يې ټپيان کړل.

په پېښه کې د وژل شوي پوليس مړى او ټپي کسان سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته وړل شوي چې هلته دوو نورو ټپي پوليسو هم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او د وژل شويو پوليسو شمېر درېيو تنو ته ورسېد.

پوليس چارواکي وايي، دا يو هدفي بريد ښکاري.

پر پوليسو د دې حملې مسؤليت وسله‎والې ډلې لښکر جنګوي‌العالمي منلى دى.

سرياب د کوټې له ناارامو سيمو ده چې تر دې پخوا هم په‎کې ګڼ شمېر امنيتي پېښې شوې دي، پر پوليس او ملېشه سرتېرو په‎کې په وار-وار وسله‎وال بريدونه شوي دي چې مسؤليت‌يې اکثر خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو پر غاړه اخيستى دى.

په کوټه کې بيا څلور پوليس په وسله‌واله حمله کې وژل شوي

کوټه کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپیان کړي

کوټه: وسله‌والو د نايي پر دوکان ډزې کړي، ۵ تنه‌يې وژلي

د يادونې وړ ده چې په کوټه کې د هدفي وژنو لړۍ په تېرو درېيو کلونو کې درېدلې وه، خو اوس يو ځل بيا پيل شوې ده.

لس ورځې وړاندې هم د کوټې په «هُده» سيمه کې پر «منوجان سړک» په يوه هدفي بريد کې د پوليسو يو افسر ووژل شو او يو بل په‌کې ټپي شو.

يوه اوونۍ وړاندې بيا د کوټې پر «سپيني سړک» ناڅرګنده وسله‎والو پر يوه موټرسايکل سپاره دوه تنه په هدفي توګه په ډزو ووژل چې دواړه خور او ورور او هزاره توکمه شيعه مسلمانان وو.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG