د لاسرسي لېنکونه

هرات کې د پولیسو یو افسر د وسله والو حمله کې وژل شوی


د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ یو افسر نن د وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د شینډنډ ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د اکمالاتو امر نن له غرمې مخکې په هرات ښار کې د نامعلومه کسانو له خوا وژل شوی دی.

د جیلاني په خبره د حملې عاملین له سیمې تښتیدلي خو پولیس یې په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG