د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۱

اوکراينيان سر له نن نه ټولو اروپايي هېوادونو ته بې‌ویزې سفر کولاى شي


د اوکراين اتباع سر له نن نه کولاى شي د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د اوکراين ولسمشر د دې اقدام هرکلى وکړ او د ده په وينا دا اقدام د روسيې له امپراتورۍ سره وروستۍ «مخه ښه» ده.

اوکراين له يوې لسيزې راهيسې هڅه کوله، اتباع‌يې دا اجازه ولري چې اروپايي ټولنې ته له ویزې پرته سفر وکړي، خو د ٢٠١۵ میلادي کال په ډسمبر مياشت کې د اول وار لپاره اروپايي کمېسيون وويل، اوکراين په دې برخه کې د اړتيا وړ شرايط پوره کړي، لکه د سرحدونو کنټرول او د پاسپورټ خونديتوب.

د اوکراين په برخه کې دا پرمختګ په داسې حال کېږي چې د دغه هېواد په ختيځ کې لا هم شخړې روانې دي او هلته د روسيې نفوذ له څو کلونو راهيسې جنجالي بحث دى.

د دې تازه پلان له مخې به د اوکراين اتباع چې بايومټريک پاسپورټونه ولري، کولاى شي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي، خو له ايرلنډ او بريتانيا پرته.

د اوکراين اتباع کولاى شي په ايرلنډ او بريتانيا کې درې مياشتې تېرې کړي، خو په دې شرط چې شپږ مياشتنۍ ویزې ولري.

دغه اصول د شنګن حوزې په څلورو هېوادونو کې هم چې د اروپايي ټولنې غړي نه‌دي، د تطبيق وړ دي، لکه ناروې، ايسلنډ، ليختن شټاين او سويس.

د اوکراين سرحدي مقاماتو ويلي، تمه کېږي د نويو مقرراتو له مخې د سرحدونو د کنټرول په ساحو کې د مسافرو تګ راتګ ٣٠ فيصده زيات شي.

د نورو مقاماتو په څېر د اوکراين ولسمشر د دې اقدام هرکلى وکړ.

د اوکراین ولسمشر.
د اوکراین ولسمشر.

پټرو پروشينکو پرون په کيف کې په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته وويل:

"زما په باور اوکراين به د ناټو يو غړى او په اروپايي ټولنه کې شامل هېواد وي، هېڅ شى او هېڅ‌څوک مو مخه نه‌شي نيولى، يو وار بيا ملګرو اوکراينيانو، دغه فوق‌العاده مناسبت دې درته مبارک وي، سرلوړې دې وي اروپا او اوکراين."

د اوکراين ولسمشر وويل، موږ به هېڅکله شوروي اتحاد ته ورستانه نه‌شو، ځکه موږ وياړو چې يو ډموکرات هېواد يو او د اروپايي ټولنې کورنۍ ته داخلېږو.

د اوکراين پخوانى ولسمشر ويکتور يانکوويچ په ٢٠١۴ میلادي کال د اروپا-پلوه اعتراضونو په نتيجه کې له واک څخه وپرځول شو.

دغه مظاهرې وروسته له هغې پيل شوې چې يانکوويچ له اروپايي ټولنې سره د اړيکو غښتلتيا په هدف د ځينو پلانونو مخه ونيوله.

اوکراین.
اوکراین.

البته روسيې د اوکراين پر کريميا سيمه ولکه ټينګه کړې او د اوکراين په ختيځ لوهانسک او دونيڅک کې يې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.

د اوکراين په ختيځ کې د روس-پلوه بېلتون غوښتونکو او د اوکراين د دولتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې تر ٩ زرو او ٩٠٠ ډېر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG