د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۶

اوکراینیان له نن نه د اروپایي ټولنې هېوادو ته بې‌ویزې تګ کوي


د اوکراین اتباع سر له نن نه کولای شي چې د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته له وېزې پرته سفر وکړي.

د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو د دغه اقدام هرکلی وکړ او په وینا یې، دغه اقدام د روسیې له امپراتورۍ سره وروستۍ "مخه ښه" ده.

د دغه تازه پلان له مخې به د اوکراین اتباع چې بایومټریک پاسپورټونه ولري، کولای شي د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

اېرلنډ او بریتانیا له دې ډلې مستثنی دي.

دغو دوو هېوادونو ته باید اوکراینیان د درې میاشتې اوسېدو لپاره شپږ میاشتنۍ ویزه واخلي.

اوکراینیان د شنګن سیمې څلورو هېوادونو ناروې، ایسلنډ، لیختن شټاین او سویس ته چې د اروپايي ټولنې غړي هم نه‎دي، له ویزې پرته سفر کولای شي.

XS
SM
MD
LG