د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۸

قومي مشران: په ارزګان کې محلي پولیسو یوه نجلۍ تر جنسي تېرې وروسته وژلې


د ارزګان ولایت ګېزاب ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي، په دغې ولسوالۍ کې محلي پولیسو لومړی پر یوې ماشومې نجلۍ جنسي تېری کړی او وروسته‌يې زندۍ کړې ده.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو چې نه‌یې غوښتل نوم‌يې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، دوه ورځې وړاندې د دغې ولسوالۍ په دره سیدان سیمه کې یوې اته کلنې ماشومې نجلۍ چې په دښته کې اوزې څېرولې لومړی محلي پولیسو ورباندې ډله‌ییز جنسي تېری کړی او وروسته‌يې زندۍ کړې او وژلې ده.

په ورته وخت کې بیا د دغۍ ولسوالۍ امنیه اقوماندان لالی اڅګزی یاده پېښه تایئدوي خو دا مني چې ګنې دغه کار دې محلي پولیسو کړی وي.

خو نوموړی وايي، دا لا معلومه نه‌ده چې دا کار چا کړی دی، خو وايي چې دوی په دې اړه پلټنې کوي او په خبره‌یې چې ډېر ژر به‌يې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري هغه که هر څوک وي.

XS
SM
MD
LG