د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۰۳

د قذافي زوی سیف‌الاسلام خوشې شوی


د لیبیا د پخواني دکتاتور معمر قذافي زوی سیف‌الاسلام قذافي له څه باندې ۵ کلونو بنده وروسته خوشې شوی دی.

د ابوبکر صدیق کنډک چې د لیبیا د لوېدیځ په زینتان ښار کې دېره دی او سیف‌الاسلام قذافي یې په بند کې و، ویلي چې نوموړی یې پرون شنبه خوشې کړ.

دې وسله‌والې ډلې نن شنبه وویل چې د سیف‌الاسلام د خوشې کولو پرېکړه‌یې د توبروک په ختیځ ښار کې د مېشت پارلمان د بخښنې د اعلان پر اساس کړې ده.

توبروک ښار د لیبیا په هغو درېیو سیمو کې شامل دی چې د سیالو وسله‌والو ډلو په لاس کې دي.

۴۴ کلن سیف‌الاسلام د ۲۰۱۱ په نومبر کې ونیول شو.

XS
SM
MD
LG