د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

مسیر: لسمه ورځ ده چې د کابل ښار لویه برخه تړل شوې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم په کابل کې د تحصن د خېمو او له دې امله د کابل ښاریانو د ستونزو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، خلک نشي کولای چې د تړلو لارو ستونزه د میاشتو – میاشتو لپاره وزغمي.

په سرمقاله کې راغلي چې کابل ښاریان او ګڼ شمېر کسبګر او هغوی چې یو کار و بار لري له اقتصادي زیانونو سره مخ دي نو له دې امله حکومت او اعتراض کوونکو دواړو ته ښايي چې ډېر ژر له وضیعت نه د وتلو لار پیدا او د ستونزې هواري ته سره کښیني.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د راپورونو پر بنسټ د ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو په لمسونې یو شمېر کابل ښاریان لارو او کوڅو ته راوتلي، د تحصن خیمې یې وهلي او خلکو ته یې په بېلابېلو برخو کې ستونزې جوړې کړې دي.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان حکومت ویلي، مظاهرې او اعتراضیه غونډې د هر چا حق دی خو له تاوتریخوالي سره مل د غونډو او او مظاهرو پر وړاندې به اقدام وکړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د افغانستان د جمهوري ریاست څخه په دې اړه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له اعتراض کوونکو سره خبرو ته چمتو دي او له دې پرته به له کابل ښاره د تحصن د خېمو د ټولو په برخه کې چې خلکو ته یې لوی ستونزې جوړې کړي لاس په کار شي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپلې سرمقاله کې لیکلي، لسمه ورځ ده چې د کابل ښار لویه برخه تړل شوې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د اعتراض په نامه خیمې وهل شوي او حکومت هم د خیمه والو له ویرې یو شمېر سړکونه په کانتینرونو تړلي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، بازارونه بند دي، زرګونه دوکانونه او سوداګریز مرکزونه یا یومخ تړل شوي او یا یې د یادو ستونزو له امله کار په ټپه ولاړ دی او تاوان ویني.

په سرمقاله کې راغلي، د کابل د ښاریانو په ساعتونو وخت په تړلو لارو کې تېرېږي خو حکومت خېمه وال او خېمه وال حکومت ګرم ګڼي او پړه یو پر بل اچوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور حکومت او خیمه وال دواړه خلکو ته په یو عذاب بدل شوي او له دې عذاب څخه د خلاصون لپاره چیغې وهي

XS
SM
MD
LG