د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۲۳

افغان کرکټ لوبډله نن یکشنبه له وېسټ انډیز سره لوبه کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبه د وېسټ انډيز د کرکټ له ملي لوبډلې سره د یوې ورځې مسابقه لري.

دا سیالي د کرکټ د نړیوالې شورا تر سرپرستۍ لاندې، د دوو هېوادونو تر منځ د کرکټ د شل او پنځوسو اورونو د نړیوالو مسابقو په لړ کې کېږي.

د شل اوریز کرکټ د سیاليو لړۍ وېست انډیز وګټله.

د کوربه هېواد، وېسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تر منځ د پنځوس اوریزو مسابقو لومړۍ افغانستان ګټلې ده.

د وېسټ انډیز او افغانستان درېیمه سیالي به د چهارشنبې په ورځ وي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په نړیوالې شورا کې د دایمي غړیتوب غوښتنلیک هم وړاندې کړی دی.

XS
SM
MD
LG