د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۳

ایران وايي تهران کې د وروستیو حملو اصلي طراح‌یې وژلی


د ایران د استخباراتو وزیر محمود علوي وايي، به تهران کې د تېرې اوونۍ د انتحاري حملو اصلي طراح پرون شنبه د امنیتي ځواکونو په حمله کې ووژل شو.

محمود علوي پرون شنبه د تهران خبري اژانس "تسنیم" ته ویلي چې وژل شوي، مشکوک سړي د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران پر پارلمان او د ایت‌الله خمیني پر قبر د حملې پلان جوړ کړی و.

ایراني چارواکو تر دې مخکې اعلان وکړ چې په دواړو حملو کې د همکارۍ په تور یې نور اووه تنه مشکوک کسان نیولي دي.

ایراني چارواکو تر دې مخکې له دې چاودنو سره د ۴۱ مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي چې په حمله کې پنځو ایرانیانو لاس درلود چې د داعش له وسله‌والو سره یوځای شوي وو.

XS
SM
MD
LG