د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۲۳

د ایرلنډ «UDP» او بریتانیې محافظه‌کاره ګوند نوې موافقه کړې


د بریتانیې د صدراعظمې ترېزا مې دفتر پرون شنبه وویل چې د شمالي ایرلنډ د ډموکرات وحدت ګوند «UDP» موافقه کړې چې له محافظه‌کار ګوند سره د اقلیت حکومت د تشکیل پلان کې ګډ شي.

دا موافقه په دې معنی نه‌ده چې په رسمي ډول به په بریتانیا کې داسې ائتلافي حکومت جوړېږي چې د پارلمان پر اکثریت به واک لري.

بلکې، د دې موافقې پر اساس به د شمالي ایرلنډ ډموکراتیک وحدت ګوند د صدراعظمې ترېزا مې د حکومت د پرېکړو ملاتړ کوي او په مقابل کې به‌یې حکومت ځینې غوښتنې مني.

د ترېزا مې محافظه‌کار ګوند د پنجشنبې ورځې په ټاکنو کې د پارلمان اکثریت بایلود.

تر دې وروسته د مېرمن مې په خپل محافظه‌کار ګوند کې یو شمېر کسانو او اپوزېسیون د هغې د استعفې غږ وکړ.

ترېزا مې اوس د اقلیت حکومت د جوړولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG