د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۸

ځواک: د هلمند نادعلي کې د عملیاتو پرمهال دوه پولیس وژل شوي


د هلمند د نادعلي ولسوالۍ لوی باغ ته څېرمه عملیات شوي دي چي د والي د ویاند عمرځواک په خبره دوه سرحدي پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځواک ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل په دې عملیاتو کې کومانډو ځواکونو هم برخه اخیستي وه.

ده وویل وسله والو ته هم درانه تلفات اوښتي خو شمېر یې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه نه کړ.

بل خوا یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې د دغه عملیاتو پرمهال بهرنیو ځواکونو بمبار کړی دی او یو شمېر سرحدي پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینې دقیق معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د عملیاتو پرمهال سرحدي پولیسو شخصي جامې اغوستې وې چي د بهرنیو ځواکونو لخوا په ناپامۍ کې تر برید لاندې راغلي دي، خو د والي ویاند عمرځواک دغه خبره رد کړه.

بهرنیو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرحدي پولیسو یوې سرچینې وویل چې دغه هوایي برید چې بهرنیو ځواکونو کړی دی اته سرحدي پولیس وژل شوي او ترلسو ‌‌‌‌‌‌ډېر ټپيان دي.

XS
SM
MD
LG